ولایتي خبرونه ( بدخشان، غزني، بغلان) د بدخشان ولایت په زندان کې د ( ۸۷) تنه زندانیان د دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۸:۵۲
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم درمحمد "صفدر" د نوموړو زندانیان فراغت غونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د بدخشان ولایت مرستیال والي، محترم قاري امین الله طیب، د امر بالمعروف اونهی عن المنکر، د سزا د دیوان محکمې رئیسانو،  او یو شمېر مسوولینو او ديني عالمان ګډون درلود، د دوی د فراغت مبارکي وویله او زیاته یې کړله، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست د هېواد نورو زندانونو ترڅنګ دې زندان زندانیانو لپاره هم د زده کړو زمینه برابرې کړې او دغه لړۍ دوام لري.
د دې ولایت مرستیال والي محترم قاري امین الله "طیب" په خپلو خبرو کې زیاته کړله چې د ا.ا.ا. د هېواد ټولو وګړو ته هغه که په هر ځای کې وي، حقونو ته یې ژمن دی او په وخت ورته رسیدنه کیږي.
محترم قاري طیب زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې زندانیانو ته د ښونیزو برنامو په پلې کولو خوښي وښوده او زیاته کړله چې نوموړو زندانیانو ته د زده کړو پرمټ به هغوی د بند مودې په پوره کېدو سره سم د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
همداشان، یادې غونډې ته راغلو ګډونوالو په زندان کې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولویې ټینګار وکړ.
یاده غونډه د دیني زده څخه  فارغو شویو زندانیانو ته ستاینلیکونواو ډالیو په ورکړې او دعایې په کولو سره پایته ورسېده.


د یو بل خبر له مخې، د غزنې ولایت د زندان له محجوزینوسره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو توکو سره مرسته وشوه

د یونیسف موسسې له لورې او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د دې ولایت د زندان په محجوزینو د اړوندو مسوولینو په حضور کې کمپلې وویشل شوې.
د زندان مسوولینو د یادې موسسې څخه په مننې کورنیو او نړېوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د ژمي په دې ساړه موسم کې نوموړي زندان سره مرستو ته دوام ورکړي.

بل لور بیا، د بغلان ولایت په زندان کې د فوټبال سیالۍ ترسره شوې 

د بغلان ولایت د زندان مسوولینو وايي د دې ولایت زندان د دوو بلاکونو د زندانیانو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د دې ولایت مسوولینو د یادو لوبو موخه د زندانیانو ترمنځ د ورور ګلوۍ فضا رامنځه کول او د هغوی جسمي، روحي ارامتیا او روغتیا پاملرنه یاده کړله او له زندانیانو څخه یې وغوښتل د زده کړو ترڅنګ ورزش ته هم پام وکړي.
داراز،  نوموړو زندانیانو د یادې لوبې په ترسره کولو یې خوښي وښوده او له نورو زندانیانو څخه یې غوښتنه وکړله چې د زده کړو ترڅنګ ورزش ته هم پاملرنه وکړي. 

رجب المرجب ۲۱/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS