د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول، د دې ولایت د زندان په زندانیانو په شفافه توګه وویشل شول.
د فاریاب ولایت د زندان مسوولینو د یادې موسسې له همېشنیو مرستو او همکاریو څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، وویل چې د زندانیانو ساتنه، پالنه او روزنه زمونږ انساني او اخلاقي مسوولیت دی او هڅه کوو څو مرستې را جلب او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابري کړو.
رجب المرجب ۲۹/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
