د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
ولایتی

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال مسوولینو سره پر اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

رجب المرجب ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۸:۴۶

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې له روزنیزو مسلکي ۳ میاشتیني او ۲ میاشتیني کورسونو څخه د (۳۴) ولایتونو د زندانونو (۱۵۲) تنه نظامي پرسونل فارغ شول

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له روزنیز او مسلکي کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۱۶) تنو افسرانو او ساتنمنانو د ۳ میاشتینیو او د د ښوونې او بیا. . .

BACK TO NEWS