ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله
د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو څخه لیدنه وکړله.
محترم ملا محمد حافظ مجاهد د زندان مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د محبوسینو حقونو ته درناوی، د اصلاح او روزنې پروګرامونو پیاوړتیا او انساني چلند مراعت کول د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې مهم اصل دی.
داراز، د فراه ولایت محترم والي ډاډ ورکړ چې د ولایت مقام به د زندان شته ستونزو د حل او لا ښو اسانتیاوو برابرولو برخه کې اړینه همکاري وکړي.
همداراز، د یاد زندان مسوولینو د محترم والي له پاملرنې مننه وکړله او د چارو د لا ښه سمون په موخه یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.
میدان وردګ:
د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د محبس محبوسینو او توقیفیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې
د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو محبوسینو او توقیفیانو پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ چې شپږ ورځې یې دوام درلود، د محبس لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېده.
داراز، د نوموړي زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په خبره؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت محبس محبوسینو او توقیفیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.
رجب المرجب ۲۸/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
