د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل او په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
نوموړي د زندان اداري، خوړو، روغتیا، امنیتي برخو او خدماتي چارو څخه ليدنه وکړله او زندانیانو ته په ګډه سره د شرعي او انساني حقونو سره سم د لاښه خدمات برابرولو په پار یې سلامشورې وکړې.
د پکتیکا ولایت د زندان امر د نوموړي په ورتګ خوښي وښوده او سلامشورې یې د اداري نظم او ترتیب د ښوالي لپاره اړین وبللې.
جمادي الاول ۱۳/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
