ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
ولایتی

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

دغه کمپیوټر لب چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او یونیسف موسسې له لورې جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې زده کړې ورکړل شي.

داراز، د پکتیکا ولایت د زندان  امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"  محجوزینو لپاره د نورو دیني عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د کمپیوټر لب پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې محجوزینو لپاره به د ښې خوندي او ښوونیزې فضا د رامنځته کولو په موخه لا نورې مثبتي هڅې هم وکړي.

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته  د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو

 

دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست په همکارۍ  جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د نوموړي ریاست د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د غزني ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوموړي ریاست د مسوولینو څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د محجوزینو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یاد ریاست  څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

بل لور بیا، د پکتیا زندان د ۴۲ بې‌سرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

 

د پکتیا ولایت زندان د مسوولینو په هڅو، د یو شمېر خیریه بنسټونو له لوري د ۴۲ بې‌سرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دې مرسته کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او چای شامل دي، چې د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه برابر شوي دي.

د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د خیریه بنسټونو له همکارۍ او مرستو مننه کړې او د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې یې د ورته مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د زندان مسوولین د خپلو هڅو له لارې د بې‌سرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د مرستو راجلبولو په برخه کې هڅې کوي، څو له اړمنو کورنیو سره لازم ملاتړ وشي.

 

جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS