لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
لوگر

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې وستایل شول.
یاده سیالي چې د زندان د مسوولینو سره په همغږۍ د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د الکوثر فکري او فرهنګي ادارې په ګډه همکارۍ جوړه شوې وه، د لوګر ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم مولوي ثواب‌جان "اسلامیار" وویل: د دې پروګرام موخه دا ده، څو په عملي توګه ثابته شي چې زندانونه د زده‌کړو او دیني روزنې پر مرکزونو او مدرسو بدل شوي دي.
بل لور ته، د لوګر ولايت د استیناف محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب "فاروقي" د دا ډول دیني او علمي سیالیو جوړول د زندانیانو د دیني پوهاوي لوړولو او د اسلامي عقیدې په اړه د هغوی د معلوماتو زیاتولو لپاره مهم وبلل.
همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي ارزښتونو لوی ریاست اړوند د جهادي آثارو راټولولو رئیس محترم قاري سعید "خوستي" زندانیانو ته په وینا کې وویل، چې اسلامي امارت د زندانونو برخې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
 نوموړي له زندانیانو وغوښتل چې خپل وخت مطالعې او زده‌کړو ته ځانګړی کړي او له دې فرصت څخه په اغېزمنه او مثبته توګه ګټه واخلي.
د یادونې ده، چې د دې سیالۍ مخکښو ګډونوالو ته بېلابېلې ډالۍ ووېشل شوې.

جمادي الاول ۱۴۴۸/۷
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې پلاوي د ارزګان ولایت د زندان نوي بلاک د رغنیزو چارو او روغتون څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي ملا عبدالله "بلال " او د دې ادارې د روغتیا رئیس په ګډون پلاوي د ارزګان ولایت زندان ته سفر وکړ او هلته یې د نوي بلاک د رغنیزو. . .

BACK TO NEWS