د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
Sun, Oct 25 2026 9:21 AM
پکتیا

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل او په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي د زندان اداري، خوړو، روغتیا، امنیتي برخو او خدماتي چارو څخه  ليدنه وکړله او زندانیانو ته په ګډه سره د شرعي او انساني حقونو سره سم د لاښه خدمات برابرولو په پار یې سلامشورې وکړې.

د پکتیکا ولایت د زندان امر د نوموړي په ورتګ خوښي وښوده او سلامشورې یې د  اداري نظم او ترتیب د ښوالي لپاره اړین وبللې.

 

جمادي الاول ۱۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS