د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی امنیتي قوماندان په دنده و ګومارل شو
د ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا " نن (یکشنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي محمود "فیاض" د نوموړوي مرکز ملکي او نظامي پرسونل ته د نوي امنیتي قومندان په توګه معرفي او د خیر د دعا په کولو یې هغه ته په دې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
داراز، محترم مولانا د یاد مرکز د مخکیني امنیتي مسئول کړنې او فعالیتونه وستایل او د دې مرکز له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني امنیتي مسئول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوي امنیتي قومندان محترم مولوي محمود "فیاض" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره امانت او رېښتینولۍ پر مخ وړي.
محرم الحرام ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
