د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز لپاره نوی امنیتي قوماندان په دنده و ګومارل شو

news_admin
Sun, Aug 06 2023 12:23 PM
مرکز اصلاح

د ادارې د نظامي چارو  د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا " نن (یکشنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم مولوي محمود "فیاض" د نوموړوي مرکز ملکي او نظامي پرسونل ته د نوي امنیتي قومندان په توګه معرفي او د خیر د دعا په کولو یې هغه ته په دې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
داراز، محترم مولانا د یاد مرکز د مخکیني امنیتي مسئول کړنې او فعالیتونه وستایل او د دې مرکز له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني  امنیتي مسئول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز نوي امنیتي قومندان محترم مولوي محمود "فیاض" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لورې ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره امانت او  رېښتینولۍ پر مخ وړي.

محرم الحرام ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS