د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د دې ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د دغې پروژې د چارو د پیل پر مهال د لوګر ولایت مرستیال والي محترم الحاج شیخ انعام الله "صلاحالدین" وویل چې د زندانونو د امنیت ټینګښت او د معیاري اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت له مخې بشپړې کړي.
بلخوا، د لوګر زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" وویل چې د یادې پروژې ټولیز لګښت نږدې ۱۲ میلیونه افغانۍ کیږي چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د لس جریبه ځمکې شاوخوا د احاطوي دېوال جوړول شامل دي او ټاکل شوې چې د پروژې چارې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.
ربیع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت
