د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

news_admin
Sun, Oct 04 2026 8:57 AM
لوگر

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د دې ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د دغې پروژې د چارو د پیل پر مهال د لوګر ولایت مرستیال والي محترم الحاج شیخ انعام ‌الله "صلاح‌الدین" وویل چې د زندانونو د امنیت ټینګښت او د معیاري اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت له مخې بشپړې کړي.

بلخوا، د لوګر زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" وویل چې د یادې پروژې ټولیز لګښت نږدې ۱۲ میلیونه افغانۍ کیږي چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د لس جریبه ځمکې شاوخوا د احاطوي دېوال جوړول شامل دي او ټاکل شوې چې د پروژې چارې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

 

ربیع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS