د څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د نجارۍ شاپ پرانېستل شو
د کابل ولایت څرخي پله مرکزي زندان په همغږۍ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د ځوانانو د پراختیا لپاره د فرصت (oydo) موسسې په همکارۍ د زندانیانو د مسلکي زدهکړو او د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه د نجارۍ یو مجهز شاپ پرانیستل شو.
د یاد شاپ د پرانېستې په مراسمو کې، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د (oydo) موسسې رئیس محترم سباون احمد "هوتک" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و، د خبرو پرمهال د یادې موسسې له همکارۍ ّڅخه په مننې زیاته کړله، د یاد شاپ په جوړېدو سره به زندانیانو ته زمینه برابره شي، څو د نجارۍ په برخه کې عملي او مسلکي زدهکړې ترلاسه او له خوشې کېدو وروسته د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.
همداراز، ویناوالو د حرفوي او مسلکي زدهکړو دغه ډول پروګرامونه د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو، د هغوی د ځان بسیاینې او د راتلونکي لپاره د سالم ژوند د زمینه برابرولو په برخه کې مهم رول لري.
همداشان، مسوولینو ژمنه وکړله، چې د زندانیانو د لا ښې روزنې په موخه به د حرفوي زده کړو د غه بهیر ته د کابل په ګډون پکتیا، خوست، ننګرهار، هلمند او قندهار ولایتونو زندانونو کې هم پراختیا ورکړي.
ربیع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
