د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۵۷
لوگر

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د دې ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د دغې پروژې د چارو د پیل پر مهال د لوګر ولایت مرستیال والي محترم الحاج شیخ انعام ‌الله "صلاح‌الدین" وویل چې د زندانونو د امنیت ټینګښت او د معیاري اسانتیاوو رامنځته کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې د پروژې چارې په ټاکلي وخت او د لوړ کیفیت له مخې بشپړې کړي.

بلخوا، د لوګر زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري" وویل چې د یادې پروژې ټولیز لګښت نږدې ۱۲ میلیونه افغانۍ کیږي چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د لس جریبه ځمکې شاوخوا د احاطوي دېوال جوړول شامل دي او ټاکل شوې چې د پروژې چارې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

 

ربیع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د نجارۍ شاپ پرانېستل شو

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي زندان په همغږۍ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د ځوانانو د پراختیا لپاره د فرصت (oydo) موسسې په همکارۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۸:۵۷
Background image

د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د دې ولایت د نوي زندان د احاطوي دېوال د جوړولو چارې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

د دغې پروژې د چارو د پیل پر مهال د لوګر ولایت مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۱۴
Background image

د ننګرهار ولایت زندان کې د ظرفیت لوړونې لس ورځنی سمینار پای ته ورسېد

د ننګرهار زندان د ښوونې او روزنې آمریت له لوري د نظامي منسوبینو لپاره جوړ شوی لس ورځنی د ظرفیت لوړونې په موخه سمینار پای ته ورسېد.

په دغه سیمینار کې ګډونوالو ته د دیني، اداري او نظامي. . .

BACK TO NEWS