د اسلامي همکاریو سازمان د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د یوه امبولانس مرسته وکړله

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۱
کمک

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سفیر ډاکټر محمدسعید "العیاش" ترمنځ نن(چهارشنبې) د یوه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره د یاد سازمان له خوا په ټولو اړوندو او اړینو طبي وسایلو سمبال امبولانس دغې ادارې ته وسپارل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال چې د دې ادارې یو شمېر رییسانو هم شتون درلود وویل، د اسلامي همکاریو سازمان تل له دغې ادارې سره په مختلفو برخو کې د مرستو ژمنه کړې او عملي کړې یې دي، چې د هغه په خبره یاد امبولانس هم د دوی د انسان پالنې حس پر بنسټ مرسته شوی او دا دی دې ادارې ته وسپال شو.

یاده مرسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ چمتو شوې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د ښځینه محبوسو ناروغانو د بېړني حالت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محترم ډاکټر محمد سعید "العیاش" هم په راتلونکو کې د ورته نورو مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS