د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
سمینار

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر سرلیک لاندې جوړ شوی درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د ورکشاپ د پای مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو او د ادارې یو شمېر مسوولینو  هم ګډون کړی و.

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق خپلو خبرو پر مهال، د بیړنیو حالاتو لپاره د چمتووالي او اغېزمنو پلانونو د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، د احتمالي پېښو پر مهال پر وخت او منظم غبرګون د امنیتي او اداري چارو د لا ښه مدیریت لپاره اړین دی.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق زیاته کړله؛ چې د زندانونو او توقیفخونو په کچه د بیړنیو حالاتو د مدیریت لپاره د مسوولینو ظرفیت لوړول د ادارې له لومړیتوبونو څخه دي.

همداراز، د نظامي چارو مرستیال د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د دوامدرو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ په راتلونکې کې هم د دا ډول ښوونیزو او روزنیزو برنامو د دوام غوښتنه وکړله او ګډوانوالو ته په خطاب کې یې وویل؛ چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په کاري چاپېریال کې ګټه پورته کړي څو چارې پر وخت په ښه توګه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازو د همکارۍ د دوام ژمنه او زیاته یې کړله، چې دغه اداره د زندانونو د وضعیت د ښه والي، د بشري معیارونو د پلي کېدو او د مسوولینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

 

د ورکشاپ ګډونوالو د دې پروګرام د ګټورتیا ستاینه او څرګنده یې کړله، چې ترلاسه شوې زده کړې به د خپلو دندو په ساحو کې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د اغېزمن چمتووالي او مدیریت په برخه کې وکاروي.

په دې ورکشاپ کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د تعمیراتو، روغتیا او د کابل ولایت د توقیفخونو ریاستونو د کابل ولایت د ښځینه محبس امریت، بلخ، هرات، کندز، ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو مسوولینو او د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست استازو ته د خطرونو د ارزونې، د بیړنیو حالاتو د مدیریت، احتمالي پلان جوړونې، همغږۍ او د عملي چمتووالي اړوند مهمې زده کړې او تجربې وړاندې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د زندانونو چارو د تنظیم اداره د خپلو کورنیو او بهرنیو همکارو بنسټونو په همغږۍ د مسوولینو د ظرفیت لوړونې، مسلکي ودې او د خدمتونو د لا ښه والي په موخه ورته روزنیز پروګرامونه په دوامداره توګه ترسره کوي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۷

د مقام د  دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS