د اسلامي همکاریو سازمان د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د یوه امبولانس مرسته وکړله

news_admin
Wed, Dec 24 2025 3:11 PM
کمک

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سفیر ډاکټر محمدسعید "العیاش" ترمنځ نن(چهارشنبې) د یوه هوکړه لیک په لاسلیکولو سره د یاد سازمان له خوا په ټولو اړوندو او اړینو طبي وسایلو سمبال امبولانس دغې ادارې ته وسپارل شو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال چې د دې ادارې یو شمېر رییسانو هم شتون درلود وویل، د اسلامي همکاریو سازمان تل له دغې ادارې سره په مختلفو برخو کې د مرستو ژمنه کړې او عملي کړې یې دي، چې د هغه په خبره یاد امبولانس هم د دوی د انسان پالنې حس پر بنسټ مرسته شوی او دا دی دې ادارې ته وسپال شو.

یاده مرسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ چمتو شوې د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د ښځینه محبوسو ناروغانو د بېړني حالت لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محترم ډاکټر محمد سعید "العیاش" هم په راتلونکو کې د ورته نورو مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS