د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۵۳
قندهار

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زندان مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

د محترم الحاج محمد کاظم "طارق"په مشرۍ پلاوي د یاد زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د نظم، ډسپلین او زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو سپارښتنه وکړله.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي، د دې ولایت د زندان له زندانیانو سره له نږدې ولیدل د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو یې ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه وکړي.

همداراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداشان، د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د زندان له امنیتي قراولونو، ټاورونو، او امنیتي پوستو څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او د زندانیانو د امنیت د لا ټینګښت په موخه یې امنیتي مسوولینو ته یولړ سپارښتنې هم وکړې.

 

رجب المرجب ۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

ولایتي خبرونه (پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر) د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا په موخه ګډه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو ګډون کړی چې په کې د زندانونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم، د شته ستونزو د حل، د کاري تجربو د شریکولو او د همغږۍ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د هرات ولایت د زندان نظامي مسوولینو او پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه (۲) ورځنی سمینار پېل شو

د دې زندان مسوولینو وویل؛ هڅه کوي، چې د یاد زندان نظامي مسوولینو او  پرسونل په مسلکي توګه وروزي، څو چارو او ستونزو ته پر وخت او ښه توګه رسیدنه وشي.

همداراز، د زندان مسوولینو د سمینار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۳
Background image

 د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مشرۍ پلاوي سره په ګډه ناسته کې د دې ادارې د عوایدو د زیاتوالي، شته فرصتونو د اغېزمنې استفادې او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري"، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي. . .

BACK TO NEWS