د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د تشکلیلاتو عمومي مدیر سره د همغږۍ او اداري پرمختګ په موخه ځانګرې ناسته وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۱:۵۳
نظامیی

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(چهارشنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د تشکیلاتو عمومي مدیر سمونوال مولوي خان محمد "ساجد" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د دغې ناستې پرمهال نوموړو سره د سلسله مراتبو، د اداري تشکیلاتو جوړښت او پیاوړتیا، د نظامي برخې پرسونل ظرفیت لوړولو، د کارکوونکو انسجام او مدیریت، د چارو لا همغږۍ او اړوندو نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

په ورته وخت کې، محترم سمونوال مولوي خان محمد "ساجد" د یوه پرېزنټېشن په ترڅ کې د دې مدیریت د اهمیت، څرنګوالي، کړنو، دندو او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال یې له لیدو او اورېدو وروسته د رضایت په څرګندولو ټولو نظامي مسوولینو او پرسونل ته د اسلامي شریعت او له تقنیني اسنادو سره سم او پر وخت د ورسپارل شویو چارو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

 

جمادي الثاني۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او نظامي مرستیال د دې ادارې د مخابرې عمومي مدیر سره د مرکز او لایتونو زندانونو ترمنځ د اړيکو تأمینولو، همغږۍ او پرمختګ په موخه ناسته وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په خپل کاري دفتر کې د یادې ادارې د مخابرې عمومي مدیر محترم سمونوال قاري رحیم الله "ځدران" او  د دې مدیریت یو شمېر نظامي مسوولینو سره د د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

ولايتي لنډ خبرونه: ( هلمند، فاریاب)

د هلمند ولایت زندان کې (۸۵) تنه زندانیان له حرفوي زده کړو فارغ شول.

د دې ولایت مرستيال والي محترم الحاج مولوي محمدنبي "حماس" په داسې حال کې، چې  د یاد زندان رئيس محترم الحاج مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۱
Background image

ولایتي لنډ خبرونه: (ننګرهار،غزني، میدان دردګ)

د ننګرهار د زندان نظامي مدیر سمونوال محمد امین نظامي په مشرۍ یوه پلاوي د دې ولایت د دره نور، خوګیاڼو، حصارک او شېرزاد ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړه او له مسوولینو سره یې د اړوندو. . .

BACK TO NEWS