د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د اسلامي همکاريو سازمان د عمومي منشي استازي په مشرۍ پلاوي سره ولیدل
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د چارو رئیس، محترم سید محی الدین "سادات" او د ادارې د عمومي رئیس سکرتر محترم ډاکټر محمد عوض "خپلواک" هم شتون درلود، د اسلامي همکاریو د سازمان د عمومي منشي استازي محترم طارق علي بخیط، د اسلامي همکاریو د دفتر محترم سفیر محمد سعید "العیاش" او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړله، چې ستاسو له د دوامدارې ښې همغږۍ او همکارۍ خوښ یو او ویاړو چې په زندانونو کې مو داخلي او نړیوالو بنسټونو ته د دې ادارې له لوري د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو او خدمتونو د پاملرنې په موخه د لیدنو او کتنو زمینه برابره کړې او همداراز دغه اداره د زندانیانو خاصې پاملرنې ته ژمنه ده او تل په څېر به ورته غوره چوپړتیاوې برابروي.
دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس له راغلي پلاوي سره په خبرو کې د زندانیانو لپاره د داخلي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم مهمه یاده کړله او له نوموړو څخه یې د هغوی لپاره د ښوونې او روزنې، تغذیې، ښځینه محبوسینو لپاره د ځانګړو امبولانسونو، د روغتیایي تجهیزاتو او درملو، د کارکوونکو د لا مسلکي زده کړو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو، د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د غذایي موادو، اختریزو مناسباتو او د یو شمېر زندانونو په لازمو ځایونو کې د جوماتونو د رغولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړله.
همدا شان، د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي محترم طارق علي بخیط په مشرۍ پلاوي هم د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړله چې د اړوندو یادو شویو برخو د همکارۍ په موخه به لازم قدمونه پورته کړي.
په پای کې، د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي استازي په مشرۍ پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د همکاریو پر دوام ژمنه وکړله چې نږدې راتلونکې کې به نوموړې ادارې سره د یو امبولانس مرسته وکړي.
جمادي الاول ۲۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
