د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ  یوه پلاوي د لوګر ولایت له زندانه لیدنه وکړله

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۵:۱
لوگر

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د دې ادارې ښوونې او بیا رزونې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او  یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله، لوګر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان  څخه د لیدنې ترڅنګ، مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې. 

تر هغې وروسته نوموړي د لوګر ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل: « موږ هڅه کړې چې تاسو ته اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرو چې له یوې خوا دا ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا ښه به دا وي چې په کې ونډه واخلئ او له بنده تر ازادېدو وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ».

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د نوموړي پلاوي پر ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو له خوا د ښه چلند له امله رضایت څرګند کړ.

په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د لوګر ولایت د زندان د مالي او اداري، صنعتي، تخنیک، لوژستیک، مخابرې، د ډوډۍ او خوړو پخولو، روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او تعمیراتي چارو د لیدنې ترڅنګ، د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت په جلا جلا توګه له نږدې وارزاوه او د هغو د لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې مربوطه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

 

ربېع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۹:۳۷
Background image

د فاریاب ولایت د زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یونیسف موسسې په همکارۍ، شوې مرسته کې چې کمپلې، جرابې، څادر، شامپو، صابون، غاښونو کریم او برس شامل ول،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یو پلاوي په مشرۍ دا ځل د کونړ ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د نوموړي ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان. . .

BACK TO NEWS