د زندانونو چارو د سمون ادارې د کشف او اوپراتیفي رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د اروزګان ولایت له زندان لیدنه وکړه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۱
ولایتی

د نوموړې ادارې د کشف او اوپراتيفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور  "طیب" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زندان څخه د لیدنې پرمهال یې له اړوندو مسوولینو سره خبرې اترې وکړې او هغوی هم ورته له خپله اړخه د زندانیانو لپاره د برابرو شویو امکاناتو او لازمو خدمتونو په هکله بشپړ معلومات ورکړل، چې د پلاوي مشر یې تر اورېدو وروسته د خوښۍ په څرګندولو د هغو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د محترم مولوي طیب په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړله، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

 

صفر المظفر ۱۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا د زندانونو چارو د سمون ادارې ته ځمکه ولېږدول شوه

 په دغه ناسته کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې جوړه شوې وه، د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد "سعید" او د زندانونو چارو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۱
Background image

ولایتي خبرونه(پکتیا، سرپل) د پکتیا ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" وویل چي د یاد زندان امرینو او ساتونکو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د یو شمېر نقدو پیسو مرسته وکړله، چې په زلزله کې خلک سخت زیانمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، کندهار، پکتیا، بدخشان، میدان وردګ، غزني، هرات، فراه)

ننګرهار:

د ننګرهار ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت زلزله ځپلو  سیمو ته د مرستو په موخه سفر وکړ

د نوموړي زندان رئیس محترم سهیل "سعید" په مشرۍ پلاوي چې د یاد زندان روغتیايي ټیم یې. . .

BACK TO NEWS