د بادغیس ولایت له زندانه لسګونه تنه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمن شول
د بادغیس ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین او محجوزین چې د زندانونو چارو د سمون ادراې په هڅو یاد زندان کې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو خوشې او ځېنې نور د حبس ا و حجز په موده کې له تخفیفه برخمن شول.
د نوموړي زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۲۷) ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو د حبس او حجز پاتې موده عفوه او خوشې شول او (۱۸) تنو نورو ته د حبس او حجز په موده کې تخفیف ورکړل.
د یادونې وړ بولو، چې دا لړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې روانه ده.
شعبان المعظم ۱۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
