د بادغیس ولایت له زندانه لسګونه تنه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمن شول

news_admin
Sun, Feb 09 2025 10:04 AM
بادغیس

د بادغیس ولایت د استیناف محکمې د ټاکل شوي پلاوي له خوا د زندانیانو د نسبتي دوسیو د کره ارزونې او د افغانستان د سترې محکمې د عالي مقام د حکم پربنسټ، یو شمېر هغه محبوسین او محجوزین چې د زندانونو چارو د سمون ادراې په هڅو  یاد زندان کې په دیني، عصري او حرفوي زده کړو کې یې پوره ونډه اخیستې او بریالي شوي وو خوشې او ځېنې  نور د حبس ا و حجز په موده کې له تخفیفه برخمن شول.

د نوموړي زندان مسوولین وايي، د دغه حکم له مخې د دې زندان (۲۷) ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو د حبس او حجز پاتې موده عفوه او خوشې شول او (۱۸) تنو نورو ته د حبس او حجز په موده کې تخفیف ورکړل.

د یادونې وړ بولو، چې دا لړۍ د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې په ټولو زندانونو کې روانه ده.

 

شعبان المعظم ۱۰/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS