د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنه ترسره شوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۳ - ۱۵:۳
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنه ترسره شوه.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او  یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي نیک محمد "منیب" د سمونوالۍ په بست کې د کشف او اوپراتېفي ریاست د معاون په توګه د یاد ریاست پرسونل ته وپېژندل شو.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خپلو خبرو کې له مخکیني معاون څخه مننه وکړه او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له ګومارل شوي مسوول څخه یې‎ د ورسپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د نه ستړې کېدونکو هلوځلو د دوام غوښتنه وکړه.

په پای کې محترم مولوي منیب چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS