د زندانونو چارو د سمون په اداره کې نوې ګومارنه ترسره شوه

news_admin
Sun, Nov 03 2024 3:03 PM
معرفی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم په دغې اداره کې نوې ګومارنه ترسره شوه.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د داخلي تفتېش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او  یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم مولوي نیک محمد "منیب" د سمونوالۍ په بست کې د کشف او اوپراتېفي ریاست د معاون په توګه د یاد ریاست پرسونل ته وپېژندل شو.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد په خپلو خبرو کې له مخکیني معاون څخه مننه وکړه او د هغه تېر خدمتونه او لاسته راوړنې یې وستایلې او له ګومارل شوي مسوول څخه یې د ورسپارل شویو چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره د نه ستړې کېدونکو هلوځلو د دوام غوښتنه وکړه.

په پای کې محترم مولوي منیب چې رسماً يې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه او ویې ویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې ورسپارل شوي مسوولیتونه به پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

 

جمادي الاول ۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS