ولایتي خبرونه(سرپل- سمنګان- غزني- میدان وردګ) د سرپل او سمنګان ولایتونو د عدلي او قضايي اورګانونو پلاوو د یادو ولایتونو د زندانونو له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۱۲:۳۵
ولایتی

تیر ورځ د دې ولایتونو د عدلي او قضايي اورګانو پلاوو د یادو زندانونو مسوولینو سره ولیدل او د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) لخوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند د کوچني اختر په مناسبت د فرمان پلي کولو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

داراز، نوموړو پلاوو د یادو ولایتونو د زندانیانو د جرمي دوسیو او د بند مودې د ارزونې وروسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې د کوچني اختر د رارسېدو په پار د ا.ا.ا عالیقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان صادریدو سره به سم په شرایطو وړ زندانیانو له ډلې به ځینو ته د قید په موده کې تخفیف او ځېني نور به خوشي شي.

 

د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د زندان پر زندانیانو خرما، بسکیټ او قیماق وویشل شول

 

د دې ولایت د زندان مسوولینو له لورې یو اندازه خرما، بسکیټ او قیماق د نوموړي زندان پر زندانیانو په روڼه توګه وویشل شول.

داراز، یادو مسوولینو په خیریه بنسټونو هم غږ وکړ چې د روژې په دې مبارکه میاشت کې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 

بل خوا بیا، د میدان وردګ ولایت په زندان کې ۳۰ تنه زندانیان د لیک او لوست زده کړو کورس څخه فارغ شول

 

تیره ورځ د میدان وردګ ولایت په زندان کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ۳۰ تنو زندانیانو او محجوزینو د لیک او لوست زده کړو کورس په بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

داراز، د دې ولایت د زندان مسوولینو د زندانیانو لپاره زده کړې اړینې یادې کړې او ډاډ یې ورکړ چې په راتلوونکې کې به ورته نورو پرګرامونو ته هم دوام ورکړي څو نا لوستي زندانیان هم د زده کړو له نعمت څخه برخمن شي.

 

رمضان المبارک ۱۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS