ولایتي خبرونه (غزني_ میدان وردګ) د غزني ولایت د استیناف محکمې رئیس د یاد ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۴:۲۸
غزنی

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" تېره ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس محترم مفتي عبدالرحمن"عزیزي" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د غزني ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مولوي عبدالسلام په مشرۍ پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته لانوره هم چټکتیا ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، دمیدان وردګ ولایت د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د سیداباد او چک ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

رجب المرجب ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS