د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې سره د یو اندازه ورزشي توکو مرسته وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۲۰
توزیع لباس ورزشی

په دغو توکو کې چې د کرېکټ او فوټبال لوبو اړوند ځینې وسایل او جامې شاملې وې، نن(شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" او د نوموړې کمېټې اجراییه رئیس محترم دادمحمد پاینده "اختري" له خوا په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت"، د پخوانیو مجاهدینو بندیانو د ریاست رئیس محترم ملا محمدنور "بلال شاهین"، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې مرستیال محترم قاري ذاکر، د افغانستان د بوکسنګ ملي فډراسیون رئیس محترم محمدقدیر "سلطاني"، د دې فډراسیون سر روزونکي محترم معروف "رغبت"، د هنډبال فډراسیون سر روزونکي محترم فریدون "مرزایار" او ځینو نورو مسوولینو هم شتون درلود، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د ورزش پر مینه والو توقیفیانو وویشل شول.
محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د اولمپیک ملي کمېټې له دې مرستې څخه د مننې ترڅنګ وویل، د زندانونو چارو د سمون ادارې د هېواد په ټولو محبسونو، توقیفخونو او د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو د جسمي او روحي سلامتۍ، سالمې بوختیا او ښې روزنې په موخه د ورزش منظم ډګرونه او ترخپلې وسې د لوبو یو اندازه توکي برابر کړي دي، خو د دې چارې پراختیا او غښتلتیا لپاره د همکارو بنسټونو همکاري ډېره اړینه ده.
داراز، د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټې اجراییه رئیس محترم دادمحمد پاینده "اختري" له ورزش سره د یادو توقیفیانو پرلېوالتیا خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې غواړي په راتلونکې کې د زندانیانو د ورزش لپاره نورې مرستې هم وکړي.
په ورته وخت کې، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې دوو تنو توقیفیانو دوی ته د یادو ورشي توکو د ورسپارلو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، ورزش یې د وخت له بېځایه ضایع کېدو او خپګان څخه د ژغورنې ښه وسیله ده.
د زندانونو چارو د سمون اداره که له یوې خوا د محبوسینو، محجوزینو او توقیفیانو د روغتیا او سلامتیا په موخه د ورزش لپاره لازم امکانات برابروي، له بلې خوا له همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو هم په دې برخه کې د هراړخیزو همکاریو او مرستو هیله لري.

جمادي الثاني ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS