د سمنګان ولایت د زندان لپاره نوي امر په کار پیل وکړ

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۳:۲۰
سمنگان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د دې ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" په ګډون یو صلاحیت لرونکی پلاوی سمنګان ته په رسمي سفر ولاړ او هلته یې د یولړ جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د ادارې له اړتیا سره سم محترم ملا محمد سردار "بېګ" چې تر دې مخکې د فاریاب ولایت د زندان رئیس و، د نوي امر په توګه د دې زندان پرسونل ته معرفي کړ او نوموړي هم رسماً خپله دنده پیل کړه.
داراز، محترم مولوي محمدیوسف "مستري" د یادو مراسمو پرمهال خپلو خبرو کې وویل: « افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او په هره برخه او منصب کې چې یوو نو خدمت کول یې پر موږ لازم دی او لکه څنګه چې د زندانونو مسئولیت یو دروند کار دی، نو زندانیانو ته خدمت کول هم لویې حوصلې او زغم ته اړتیا لري او زه ډاډه یم چې د دې ادارې ټول مسوولین ترې برخمن دي».  
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سمنګان د زندان د پخواني امر خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او نوي امر ته یې د دې زندان له پرسونل سره په ګډې همکارۍ او همغږۍ د مسوولیتونو د ښه ترسره کولو سپارښتنه وکړه.
په ورته مهال، د سمنګان ولایت د زندان نوي امر محترم ملا محمد سردار "بېګ" ژمنه وکړه،  چې په جدي توګه به د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا پر هغه د دې اعتماد او ورسپارل شویو مسوولیتونو ته پاملرنه کوي.


جمادي الثاني-۲۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS