لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
ولایتی

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په توګه وروپېژندل شو او د خیر دعا په کولو ورته په چارو کې د بریا هیله وشوه.

په ورته وخت کې، د پکتیکا د زندان نوي امر چې  رسماً یې خپل کار پیل کړ ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې د دې زندان د زندانیانو د خدمت په موخه به ورسپارل شوي مسوولیتونه پروخت او په پوره امانتولۍ ترسره کوي.

بلخ:

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بلخ ولایت له زندان سره یو اندازه روغتیايي توکو مرسته وکړه

په دې توکو کې چې د اوبو ستلونه، د حمام صابون، د غاښونو کریم او برسونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل وو، د نوموړي ولایت د زندان پر شاوخوا (۱۵۰) تنو نارینه او ښځینه محبوسینو باندې د یادې کمېټې د ولایتي دفتر د استازو په حضور کې  وويشل شول.

په ورته وخت کې، د بلخ ولایت د زندان د روغتیايي پرسونل له خوا  له ساري، انتاني او په ځانګړي ډول جلدي ناروغیو څخه د خونديتوب په موخه د زندانیانو د اوسېدو ټولې خونې دوا پاشي شوې.

د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي څو تر خپل چتر لاندې ټولو زندانونو کې محبوسینو، تورنو او محجوزینو ته د نورو خدمتونو ترڅنګ، د هغوی روغتیا ته د جدي پاملرنې پربنسټ خوندي، پاک او سالم چاپېریال رامنځته کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس په مشرۍ  پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزه لیدنه وکړله

د محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي له نوموړي مرکز څخه د لیدنې پرمهال لومړی د دې مرکز له رئیس محترم مولوي مولوي شرافت الله "حقاني" سره  پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې او هغه. . .

BACK TO NEWS