ولایتي خبرونه (پنجشېر-بادغیس) د پنجشېر ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سیمینار وړاندې شو

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
ولایتی خبرونه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د پنجشېر ولایت د زندان د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په هدف یو ورځینی سیمینار د ادارې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا وړاندي شو.

 

د پنجشېر د زندان مسولینو دا ډول سیمینارونه د کارکونکو د وړتیاوو لوړونې په موخه مهم یادکړل او د زندانونو چارو د سمون له ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه کړې

دا راز، د دغه زندان د مسولینو په وینا، په یاد سیمینار کې یې د دې زندان کارکونکو سره د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول چې په راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري.

 

د یوبل خبر له مخې، د بادغیس د زندان امر محترم ملا سیدباران"عدالتي" تېره ورځ د دغه ولایت د استیناف محکمې له رئیس محترم مولوي عبدالخالق"امدادالحق" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

داراز، پلاوي د بادغیس زندان له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.

په ورته وخت کې، د دې ولایت د استیناف محکمې څخه راغلي پلاوي زندانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی به  یې د جرمي دوسیو په برخه کې خپلو چارو ته چټکتیا ورکړي.

 

ربیع الثاني۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS