د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول
د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د جوزجان او باغیس د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته له یادو ولایتونو څخه د ښځینه او نارینه محبوسینو او محجوزینو ماشومانو په شمول (۷۴) تنو د حبس او حجز پاتې موده عفو او خوشې شول او د (۱۰۵) تنو نورو د حبس په موده کې تخفیف یا کموالی راغی.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو ترچتر لاندې د هېواد په نورو زندانونو کې هم دغه بهیر د عملي کېدو په حال کې دی.
رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
