کونړ زندان ته نوی نظامي مدیر معرفي شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
پشتو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" محترم سمونمل قاري بسم الله د کونړ ولایت زندان د نوي نظامي مدیر په توګه د زندان مسوولینو او پرسونل ته وروپېژاند.

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې مولوي سهیل سعید وویل، په اداره کې تغییر او تبدیل یو مهم اداري اصل دی چې موخه یې د چارو لا ښه تنظیم، د خدمتونو اغېزمنتیا او د ادارې پیاوړتیا ده.

نوموړي له نوي نظامي مدیر څخه وغوښتل چې خپلې ورسپارل شوې دندې په اخلاص او امانتدارۍ سره  ترسره کړي او د زندان د نظم، امنیت او اداري چارو د لا ښه والي لپاره جدي او دوامدارې هڅې وکړي.

ورپسې د کونړ زندان نوي نظامي مدیر محترم سمونمل قاري بسم الله د ادارې له مشرتابه څخه د باور او اعتماد له امله مننه وکړله او ډاډ یې څرګند کړ چې خپلې دندې به د اسلامي اصولو، نافذه کړنلارو او اداري مقرراتو په رڼا کې، په همغږۍ، صداقت او بشپړې ژمنتیا سره ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړله، د کونړ زندان د امنیت، نظم او اداري چارو د لا ښه تنظیم لپاره به له ټولو مسوولینو او پرسونل سره په ګډه نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي، څو د زندان د چارو د لا اغېزمن مدیریت زمینه لا پیاوړې شي.

 

صفر المظفر ۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۶
Background image

کونړ زندان ته نوی نظامي مدیر معرفي شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مشرتابه د سپارښتنې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" محترم سمونمل قاري بسم الله د کونړ ولایت زندان د نوي نظامي مدیر په توګه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د زندانونو چارو تنظیم اداره کې د تفتیش عالي ادارې د ۱۴۰۴ کال کاري موده پای ته ورسېده

د تفتیش عالي ادارې پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم عمومي ریاست په اړوندو برخو کې د ۱۴۰۴ مالي کال د څارنې او ارزونې چارې بشپړې او راټول شوي معلومات یې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي چارو مرستیال د څرخي پله مرکزي زندان ګارنیزیون له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ناسته وکړله

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې یادې ادارې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د قرارګاه د امنيتي قطعې قوماندان محترم  مل. . .

BACK TO NEWS