ولایتي خبر : (ننګرهار) د ننګرهار ولایت له زندان سره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لورې د ژمنیو او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د سره صلیب له لورې چې د ژمي اړین توکي، د حفظ الصحې کیټونه او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، پر محبوسینو باندې د یادې کمېټې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.
د دې زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" د نوموړې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یادې مرستې د زندانیانو د ژمي د اړتیاوو د پوره کولو او د هغوي د حفظ الصحې د وضعیت د ښه والي په برخه کې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
جمادي الثاني ۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
