ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو
د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
دغه کمپیوټر لب چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او یونیسف موسسې له لورې جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د تجربه لرونکو استادانو له لورې زده کړې ورکړل شي.
داراز، د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" محجوزینو لپاره د نورو دیني عصري او حرفوي زده کړو ترخوا د کمپیوټر لب پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د ښو لاسته راوړنو ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې محجوزینو لپاره به د ښې خوندي او ښوونیزې فضا د رامنځته کولو په موخه لا نورې مثبتي هڅې هم وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د غزني ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د موبایل جوړونې شاپ پرانېستل شو
دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست په همکارۍ جوړ شوی، د یاد مرکز محجوزینو ته به د نوموړي ریاست د تجربه لرونکو استادانو له لورې د موبایل ترمیمولو زده کړه ورکړل شي.
په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، د غزني ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د نوموړي ریاست د مسوولینو څخه په مننې، د حرفوي زده کړو د ارزښت په هکله خبرې وکړې او د روزنيزو برنامو پلي کېدل یې د محجوزینو په روزنه کې خورا اړین او ګټور وګڼل او د یاد ریاست څخه د ورته نورو ښوونيزو او روزنيزو برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.
بل لور بیا، د پکتیا زندان د ۴۲ بېسرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د پکتیا ولایت زندان د مسوولینو په هڅو، د یو شمېر خیریه بنسټونو له لوري د ۴۲ بېسرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او چای شامل دي، چې د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو او د هغوی د اقتصادي ستونزو د کمولو په موخه برابر شوي دي.
د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د خیریه بنسټونو له همکارۍ او مرستو مننه کړې او د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې یې د ورته مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې د زندان مسوولین د خپلو هڅو له لارې د بېسرپرستو زندانیانو له کورنیو سره د مرستو راجلبولو په برخه کې هڅې کوي، څو له اړمنو کورنیو سره لازم ملاتړ وشي.
جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
