ولایتي خبرونه: (پکتیکا، بادغیس)  د پکتیکا ولایت د زندان زندانیانو لپاره د سواد زده کړې (۵) میاشتنی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېده

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۴۸
ولایتی

د نوموړي ولایت په زندان کې (۳۰) تنو زندانیانو ته د لیک او لوست د زده کړې په موخه جوړ شوی پنځه میاشتنی د سواد زده کړې کورس د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په یادو مراسمو کې، د نوموړي زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د سواد زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل، چې زده کړه د انسان د فکري ودې، اصلاح او روښانه راتلونکي لپاره مهم رول لري او هڅه کېږي چې زندانیانو ته د اصلاح او روزنې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

همداراز، ګډونوالو زندانیان وهڅول چې له زده کړو څخه ترلاسه شوې پوهه د خپل راتلونکي ژوند د ښه والي لپاره وکاروي او د ټولنې ګټورو وګړو په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د یادو مراسمو په پای کې، د کورس ګډونوالو او بریالیو زندانیانو ته د ستاینلیکونو، تشویقي ډالیو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.

بادغیس:

د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د جوند، بالا مرغاب او غور ماچ ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله

د نوموړي ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د دې ولایت د جوند، بالا مرغاب او غور ماچ ولسوالیو ته په سفر لاړ او هلته یې د یادو  ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره د توقیفیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه خبرې وکړې.

همداشان، پلاوي د نوموړو توقیفخونو د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي ټاورونه، قراولونه او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لاښوونې وکړې.

داراز، پلاوي د یادو ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره هم ولیدل او د توقیفخونې د امنیتي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې چې د نوموړو له لوري ورته په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

 

 

ذوالقعده ۳۰/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS