ولایتي خبرونه: (پکتیکا، بادغیس) د پکتیکا ولایت د زندان زندانیانو لپاره د سواد زده کړې (۵) میاشتنی کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېده
د نوموړي ولایت په زندان کې (۳۰) تنو زندانیانو ته د لیک او لوست د زده کړې په موخه جوړ شوی پنځه میاشتنی د سواد زده کړې کورس د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.
په یادو مراسمو کې، د نوموړي زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د سواد زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل، چې زده کړه د انسان د فکري ودې، اصلاح او روښانه راتلونکي لپاره مهم رول لري او هڅه کېږي چې زندانیانو ته د اصلاح او روزنې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
همداراز، ګډونوالو زندانیان وهڅول چې له زده کړو څخه ترلاسه شوې پوهه د خپل راتلونکي ژوند د ښه والي لپاره وکاروي او د ټولنې ګټورو وګړو په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د یادو مراسمو په پای کې، د کورس ګډونوالو او بریالیو زندانیانو ته د ستاینلیکونو، تشویقي ډالیو په ورکړې او د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.
بادغیس:
د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د جوند، بالا مرغاب او غور ماچ ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله
د نوموړي ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د دې ولایت د جوند، بالا مرغاب او غور ماچ ولسوالیو ته په سفر لاړ او هلته یې د یادو ولسوالیو د توقیفخونو له مسوولینو سره د توقیفیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه خبرې وکړې.
همداشان، پلاوي د نوموړو توقیفخونو د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي ټاورونه، قراولونه او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لاښوونې وکړې.
داراز، پلاوي د یادو ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره هم ولیدل او د توقیفخونې د امنیتي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې چې د نوموړو له لوري ورته په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
ذوالقعده ۳۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو د عامه اړیکو امریت
