ولایتي خبرونه( پکتیا، بغلان) د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیا ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د دې زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۱۹
ولایتی

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړله، چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

 

د یو بل خبر له مخې، بغلان ولایت د محبس محبوسینو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو محبوسینو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پای ته ورسېده. 

داراز، د نوموړي زندان مسوولینو په خبره؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، بغلان ولایت محبس محبوسینو د یادې دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

ولایتي خبرونه( پکتیا، بغلان) د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د پکتیا ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار د دې زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړله، چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم پر ترجمې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۲۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له استازې سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" ‌په داسې حال کې، چې د نوموړې ادارې له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

ولایتي خبر:(زابل) د زابل ولایت له ښځینه زندان سره د یونیسف موسسې له لورې د ژمنیو، حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د یونیسف موسسې له لورې چې جاکټونه، خولۍ، بوټونه جرابې د حفظ الصحې او د د اړتیا وړ نور توکي. . .

BACK TO NEWS