ولایتي خبرونه( میدان وردګ- بغلان- بامیان) د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۴:۰
درمو

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ توقیفخونه د دې ولایت د مسوولینو په هڅو فعاله او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي صلاح الدین په خپلو خبرو کې وویل چې  نوموړې توقیفخونه په معیاري ډول جوړه شوې او د بریښنا او د اوبو رسولو منظم سیستم په لرلو سره د یادې توقیفخونې پرسونل او توقیفیانو لپاره لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

د یو بل خبر له مخې د زندانونو چارو د سمون ادراې  له لورې د بغلان ولایت له زندان سره د ۲۰۰ کمپلو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د بغلان ولایت د زندان سره د ۲۰۰ کمپلو مرسته وشوه
په دې مرسته کې ۲۰۰ کملپې موجودې وې چې د دې ولایت د زندان د مسوولینو له لوري په پوره شفافیت سره په زندانیانو وویشل شوې.
په ورته وخت کې، د دې ولایت د زندان مسوولینو د زندانونو چارو د سمون ادارې څخه د یادې مرستې په موخه مننه وکړه او ترڅنګ یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

بل لور بیا د بامیانو ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د یونیسف  له لورې د ژمنیو او نورو لازمو توکو مرسته وشوه.
په یادو مرسته شویو توکو کې، د ژمي لپاره تودې جامې، بوټونه، جمپرونه، جورابې،   او داسې نور لازم توکي موجود وو، چې د یاد مرکز او د یونیسف د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت د نوموړي مرکز په محجوزینو وويشل شول.

رجب المرجب- ۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، غزني) د ننګرهار او غزني ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان او ترجمې ختمونه پایته ورسېده

د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت او مغفرت میاشت ده،. . .

BACK TO NEWS