ولایتي خبرونه: (میدان وردګ، سرپل) د میدان وردګ ولایت په زندان کې د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په پار ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه

news_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۳۷
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه د یاد زندان مسوولینو په هڅو د ښوونیزو پروګرامونو پر دوام، د روژې مبارکې میاشتې را رسېدو په پار په نوموړي زندان کې ملکي او نظامي پرسونل لپاره د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دوره پیل شوه.

د یاد زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني"په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د دیني زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او دا یې د ادارې د پرسونل د فکري او اسلامي روحېې د لوړولو لامل وبلل.

باید یادونه وکړو چې د دې برنامو جوړولو موخه، د قرآن کریم په ترجمې د پوهې ترڅنګ، په دیني، اسلامي فکر او روحیې د ملکي او نظامي پرسونل سمبالول دي.

سرپل:

د سرپل ولایت د زندان له ښځینه محبوسینو او محجوزینو سره د اکتید موسسې له لورې د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د اکتید موسسې له لورې چې  د حفظ الصحې او د پاکۍ لپاره چې په کې صابون، دغاښونو کریم او برس، شامپو، مخ پاک او د اړتیا وړ نور توکي شامل ول، د یاد زندان پر ښځینه محبوسینو او محجوزینو باندې د یادې موسسې د مسوولینو په حضور کې ووېشل شوه.

د سرپل ولایت د زندان امر محترم مولوي سید ناصر "جابر"د نوموړې موسسې څخه د مننې  ترڅنګ، یادې مرستې په دې ساړه موسم کې اړینې وبللې او ترڅنګ يې په نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي څو د زندانیانو د ژوند شرایط لا ښه شي.

 

شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS