ولایتي خبرونه (غزني، سمنګان، هرات) د غزني ولایت د زندان نظامي پرسونل ته پنځلس ورځنی سمینار پیل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۸ - ۱۴:۵۲
ولایتی

دغه سیمینار  چې د غزني ولایت د زندان د ریاست  له لورې جوړ شوی، نظامي پرسونل ته به په کې د دیني، اداري، چارو ښوالي او ظرفیت لوړونې په موخه هر اړخېز معلومات ورکړل شي.

داراز، د غزني ولایت د زندن ر ئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"د سمینار د نظامي برخې ګډونوالو زده کوونکو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړله « دا چې د زندانیانو ساتل لوی مسوولیت دی نو د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي څو د ادارې د ملکي او نظامي پرسونل د ښوونې او روزنې د مختلفو برنامو له لارې داسې وروزي چې کاري وړتیا یې لوړه او ورسپارل شوي مسوولیتونه په پوره رېښتینولۍ، صداقت او زړورتیا سره ترسره کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د روی دو اب ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

اړتیا ته په کتو سره سم، سمنګان ولایت د دو اب ولسوالۍ توقیفخونه د دې ولایت د مسوولینو په هڅو فعاله او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د زندان امر محترم قاري نور محمد "تالقاني" په خپلو خبرو کې وویل چې  نوموړې توقیفخونه د برېښنا او د اوبو رسولو منظم سیستم په لرلو سره د یادې توقیفخونې پرسونل او توقیفیانو لپاره لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.

داراز، نوموړي زیاته کړه چې د یادې توقیفخونې فعالیدو سره تر ډیره بریده به د یادې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.

 

 

 

 

 

بل خوا بیا، د هرات ولایت له زندان سره د سره صلیب له لورې  د ژمنیو او مینځلو توکو مرسته وشوه

 

د سره صلیب نړېوالې کمېټې له لورې د دې ولایت له زندان د ښځینه او نارینه محبوسینو سره د ژمنیو او مینځلو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې، پټوان، شامپو، صابون او یو شمېر نور توکي په کې شامل وو د دغه زندان مسوولینو ته  وسپارل شول.

په ورته وخت کې، د دې زندان مسوولینو یادې کمېټې  څخه د مننې ترڅنګ دا ډول مرستې اړینې و بللې او زیاته یې کړه چې له دې سره به زندانیان له سړې هوا خوندي پاتې شي.

 

 

جمادي الاول ۱۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۶
Background image

مرکزي او ولایتي خبرونه: د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې له محجوزینو د کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د تنویر فرهنګي ټولنې له لوري د «ځوانانو مسوولیت» تر عنوان لاندې د کتاب لوستنې سیالۍ ازموینه واخیستل شوه.

د مسوولینو په وینا، یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

BACK TO NEWS