ولایتي خبرونه (غزني، بغلان) د غزني ولایت په زندان کې د زندانیانو او پرسونل ترمنځ (د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې) رسالې سیالۍ پیل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۷
ولایتی

                 په دغه سیالۍ کې چې د الکوثر فکري او فرهنګي بنسټ او د نوموړي زندان د ښوونې او بیا روزنې امریت لخوا هغه مینه والو ته چې د سیالۍ لپاره تېره هفته کې نوم لېکنه کړې وه، پرې رسالې وویشل شوې چې د مطالعې بشپړولو وروسته به ترې ازموینه واخیستل شي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د غزني ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور  "بلال شاهین" او یوشمېر نورو سیمه ییزو مسوولینوشتون درلود، په خپلو خبرو کې زندانیانو ته د دیني زده کړو او مطالعې په ارزښت او ګټو خبرې وکړې او له محبوسینو څخه یې وغوښتل چې مطالعه خپل عادت وګرځوي او دیني زده کړو په ترلاسه کولو کې هڅې لا زیاتې کړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان یوه پلاوي د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

 

د دغه ولایت د زندان امر محترم الحاج ملا نعمت الله "سراجي" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو وغږیدل.

دا راز، نوموړي د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې د توقیفیانو لپاره له خوړو، اباتې، اداري او تعمیراتي چارو د ارزونې ترڅنګ له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د خوښۍ او مننې ترڅنګ، د خپلو دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.

په ورته وخت کې، پلاوي د دې توقیفخونې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې توقیفیانو په ساتنه، پالنه او هغوی ته د اسانتیاوو په برابرولو کې لا زیاتې هڅې وکړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS