ولایتي خبرونه (بدخشان- بامیان- فاریاب) د بدخشان ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د قرانکریم د حفظ دوره پیل شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۱:۱۱
ولایتی

په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د دیني او عصري علومو او روزنو د اسانتیاوو برابرولو په لړ کې دا ځل د بدخشان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو په نوموړي زندان کې د زندانیانو لپاره د قرانکریم د حفظ دوره پیل شوه.
دا دوره چې د تجربه لرونکو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي، په کې هغه زندانیان ګډون کوي، چې د حفظ وړتیا او لېوالتیا ولري.
داراز، د یاد زندان  پر زندانیانو  قرانکریم او د قاعدې کتابونه هم  وویشل شول.

د یو بل خبر له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د تفتیش رئیس محترم مفتي عبدالبصیر په مشرۍ پلاوي د بامیانو ولایت د زندان له مسوولینو سره د لیدنې ترڅنګ د دغه زندان له زندانیانو سره  هم ولیدل چې هغوی د پلاوي په  ورتګ خوښي څرګنده او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې ترې وکړه.
په ورته وخت کې پلاوي د نوموړي زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د دوی د جرمې دوسیو د ژر څېړلو ترڅنګ یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې د عدلي او قضایي اورګانونو پورې اړوندو چارو ته به یې په وخت رسېدنه وشي.

بل خوا بیا، د فاریاب ولایت په زندان کې د دې زندان د مسوولینو په هڅو یو شمېر تعمیراتي برخې چې په کې د ویجاړو شویو برخو رغول، رنګمالي، او د دروازو او کړکیو د قفلونو نصبول شامل وو چارې یې په اساسي او منظم ډول بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې. 

جمادي الثاني ۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS