ولایتي خبرونه (بدخشان- بامیان- فاریاب) د بدخشان ولایت په زندان کې د زندانیانو لپاره د قرانکریم د حفظ دوره پیل شوه
په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د دیني او عصري علومو او روزنو د اسانتیاوو برابرولو په لړ کې دا ځل د بدخشان ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو په نوموړي زندان کې د زندانیانو لپاره د قرانکریم د حفظ دوره پیل شوه.
دا دوره چې د تجربه لرونکو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي، په کې هغه زندانیان ګډون کوي، چې د حفظ وړتیا او لېوالتیا ولري.
داراز، د یاد زندان پر زندانیانو قرانکریم او د قاعدې کتابونه هم وویشل شول.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د تفتیش رئیس محترم مفتي عبدالبصیر په مشرۍ پلاوي د بامیانو ولایت د زندان له مسوولینو سره د لیدنې ترڅنګ د دغه زندان له زندانیانو سره هم ولیدل چې هغوی د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې ترې وکړه.
په ورته وخت کې پلاوي د نوموړي زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د دوی د جرمې دوسیو د ژر څېړلو ترڅنګ یې نوموړو ته ډاډ ورکړ چې د عدلي او قضایي اورګانونو پورې اړوندو چارو ته به یې په وخت رسېدنه وشي.
بل خوا بیا، د فاریاب ولایت په زندان کې د دې زندان د مسوولینو په هڅو یو شمېر تعمیراتي برخې چې په کې د ویجاړو شویو برخو رغول، رنګمالي، او د دروازو او کړکیو د قفلونو نصبول شامل وو چارې یې په اساسي او منظم ډول بشپړې او ګټې اخیستې ته وسپارل شوې.
جمادي الثاني ۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت
