ولایتي خبرونه (بامیان، سمنګان) بامیان ولایت د زندان د پرسونل او  زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم)  سیالۍ پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۰:۴۱
ولایتی

بامیان ولایت د زندان مسوولینو په وینا د دې ولایت په زندان کې د پرسونل او زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې څو ورځې وړاندې پیل شوې وه، تېره ورځ د یولړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېده.

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې چې د بامیان ولایت والي محترم مولوي عبدالله "سرحدي" او یو شمېر سمه ییزو مسوولینو برخه لرله، د نبوي (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت خبرې وکړې.

داراز، د یاد زندان رئیس محترم مولوي محمد ابراهیم "حقاني" دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل چې  دا د هر مسلمان ځوان دنده ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي.

په پای کې، د دې زندان د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

 

د یوبل خبر له مخې، د سمنګان ولایت په زندان کې د محبوسینو او د توقیفیانو ترمنځ د مطالعې دود کولو په اړه سیالي ترسره شوه  

 

په دغو سیالیو کې چې د یاد زندان (۱۳۰) تنو محبوسینو او توقیفیانو برخه اخیستې وه، په جوړو شویو مراسمو کې یې د زندان مسوولینو د پوهې د لوړولو په موخه مطالعه اړینه وبله او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي او د زده کړو په برخو کې له شته فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړي.

په ورته وخت کې، یادو توقیفیانو او محبوسینو هم د ورته سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو مثبتو  پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

هېره دې نه وې چې، د دې سیالۍ په پای کې د ازموینې په اخیستلو سره د (۱۰) تنو غوره ګډونوالو تر پېژندلو وروسته د هغوی د لا هڅونې په موخه پرې یو شمېر ډالۍ ووېشل شوې.

 

شعبان المعظم ۱۳ / ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د تخنیک او اسلحو عمومي مدیریت له یو شمېر نظامي مسوولینو سره ولیدل

 محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په خپل کاري دفتر کې د دې ادارې د تخنیک او اسلحو عمومي مدیر سمونوال مولوي محمد برات "ابوبکر" او یو شمېر نظامي برخو مسوولینو سره د یادې لیدنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۵۸
Background image

ولايتی خبرونه:(پکتیا، ننګرهار، سرپل) د سرپل ولایت د زندان د زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېدل

د یاد زندان مسوولینو په دې اړه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل:« دا چې دا میاشت د قرانکریم د نزول میاشت ده او د مسلمانانو د نفس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

ولایتي خبرونه: (سرپل، سمنګان، غور) د سرپل، سمنګان او غور ولایتونو د زندانونو څخه په سلګونه تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د یادو ولایتونو د زندانونو د محبوسینو د نسبتي دوسیو تر کره څېړنې وروسته د سرپل، سمنګان او غور. . .

BACK TO NEWS