ولایتي خبرونه(غزني- سرپل) د یونیسف موسسې له لوري د غزني ولایت د ښځینه محبس سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" یادو مرسته شویو توکي ښځینه محبوسینو او د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره، چې له دوی سره په محبس کې اوسېږي د مینځلو توکو، ظرفونو او داسې نور لازم توکي شامل دي چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې محبس مسوولینو ته وسپارل شول.
د دغه محبس مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یاده مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یو بل خبر له مخې د سرپل ولایت په زندان کې د دې ولایت زندانیانو لپاره د دارالحافظ دوره پرانیستل شو
د سرپل ولایت زندان د مسوولینو په خبره یادو زندانیانو د قرآن شریف د ناظرې دوره پای ته ورسیده اوس یې د قرآن عظیم الشان د حفظ دوره د یو لړ ځانکړو مراسمو په ترڅ کې پیل کړه
د یاد ولایت مسوولینو له نوموړو زندانیانو څخه وغوښتل چې د حفظ په دې دوره کې په ښې لیوالتیا سره برخه واخلي څو دنیوي او اخروي ګټو څخه برخمن شي.
شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت