ولایتي خبرونه(غزني- سرپل) د یونیسف موسسې له لوري د غزني ولایت د ښځینه محبس سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Feb 19 2024 12:46 PM
ولایتی

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" یادو مرسته شویو توکي  ښځینه محبوسینو او د محبوسو میندو د ماشومانو لپاره، چې له دوی سره په محبس کې اوسېږي د مینځلو توکو، ظرفونو  او داسې نور لازم توکي شامل دي چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې محبس مسوولینو ته وسپارل شول.

د دغه محبس مسوولینو د یادو بنسټونو څخه د خوښۍ ترڅنګ یاده مرستې اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

د یو بل خبر له مخې د سرپل ولایت په زندان کې د دې ولایت زندانیانو لپاره د دارالحافظ دوره پرانیستل شو

 

د سرپل ولایت زندان د مسوولینو په خبره یادو زندانیانو د قرآن شریف د ناظرې دوره پای ته ورسیده اوس یې د قرآن عظیم الشان د حفظ دوره د یو لړ ځانکړو مراسمو په ترڅ کې پیل کړه

د یاد ولایت مسوولینو له نوموړو زندانیانو څخه وغوښتل چې د حفظ په دې دوره کې په ښې لیوالتیا سره برخه واخلي څو دنیوي او اخروي ګټو څخه برخمن شي.

 

شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS