ولايتي خبرونه( فراه، میدان وردګ) د فراه والي د دې ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۸
ولایتی

د فراه والي محترم ملام محمد حافظ "مجاهد" چې د زندان مسوولینو یې ملتیا کوله د نوموړي ولایت د زندان اداري، امنیتي، خدماتي چارو، د زندانیانو د اوسېدنې، تغذیې، روغتیايي او اصلاحي پروګرامونو څخه لیدنه وکړله.

محترم ملا محمد حافظ مجاهد د زندان مسوولینو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ چې د محبوسینو حقونو ته درناوی، د اصلاح او روزنې پروګرامونو پیاوړتیا او انساني چلند مراعت کول د اسلامي او انساني ارزښتونو له مخې مهم اصل دی.

داراز، د فراه ولایت محترم والي ډاډ  ورکړ چې د ولایت مقام به د زندان شته ستونزو د حل او لا ښو اسانتیاوو برابرولو برخه کې اړینه همکاري وکړي.

همداراز، د یاد زندان مسوولینو د محترم والي له پاملرنې مننه وکړله او د چارو د لا ښه سمون په موخه یې د همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ.

میدان وردګ:

د یو بل خبر له مخې، د میدان وردګ ولایت د محبس محبوسینو او توقیفیانو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، په یاد زندان کې د ورزش مینه والو محبوسینو او توقیفیانو پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ چې شپږ ورځې یې دوام درلود، د محبس لوبډلې په اتلوالۍ سره پای ته ورسېده. 

داراز، د نوموړي زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په خبره؛ دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا  زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي څو پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د میدان وردګ ولایت محبس محبوسینو او توقیفیانو د یادو دوستانه سیالیو د برابرولو له امله مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړله چې د زندان له خوا به په نورو جوړو شویو پروګرامونو کې هم د تل په شان برخه واخلي.

 

رجب المرجب ۲۸/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

لوګر ولايت په زندان کې د ۲۵۰ تنو زندانیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

 

د لوګر ولایت د زندان امر محترم مولوي حمیدالله "حیدري " وویل، په دې زندان کې د ۲۵۰ تنو بندیانو ترمنځ د دیني او علمي سیالۍ پایلې اعلان او مخکښ ګډونوال یې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS