د کندهار ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار پیل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو ته د پاملرنې په لړ کې دا ځل د کندهار ولایت د توقیفخونو د مسوولینو د ظرفیت لوړونې په هدف درې ورځینی سیمینار پیل شو.
د کندهار ولایت د زندان د مسولینو په وینا، یاد سیمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی له دې سره به د دې ولایت د توقیفخونو کارکونکو ته د توقیفیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې، دبندیانو د انتقال، د هغوی د تسلیمولو طریقه او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شي.
ربیع الثاني ۱۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت